Tuesday, May 10, 2016

ویب بلاګ په انټرنیټ باندې داسې یوځای وي چې  یوچاته په وړیاډول ورکول کیږي ترڅودخپلې خوښې معلومات پرې خپاره کړي هغه معلومات که ویډیو،اډیو،انځورونه اویاداسې نورمعلومات یافایلونه وي ترڅونورخلک وکولای شي نوموړې معلوماتوته په انټرنیټ باندې لاس رسی پیداکړي. دوړیابلاګونولپاره ډیرPlatform  موجوددي چې مونږته وړیاسهولتونه راکوي ترڅومونږوکولای شوچې بلاګونه په کې جوړکړوچې په بنیادي ډول عینناًدویب سایټ غوندې وي.
په بلاګ باندې مونږزیات څه کولای شوانټرنیټ نن سبا ډیرزیات پرمختګ کړیدي په انټرنیټ باندې مونږزدکړې کولای شوپیسې پرې لاس ته راوړې شویعنې په دې معناچې که چیرې مونږبلاګ جوړکړوپه هغه باندې ښه معلومات خپاره کړونوهغه ته وخت په وخت معلومات پورته کړوبالاخره زمونږبلاګ هرڅوک ګوري خپلې نظرې زمونږدبلاګ په اړه ورکولای شي په نتیجه کې مونږکولای شودکمپنیواعلانات پرې خپاره کړواوپیسې لاس ته راوړچې نن سبا ددغوویب بلاګونوشمیرترملیونونوپورې رسیږی چې دنړۍ دمختلفوهیوادونوخلکوجوړکړیدي اوپه وړیاډول دانټرنیټ کارونکو ته خدمات وړاندې کوي .لکه په لاندې ډول دبعضومهموویب بلاګونونومونه ښودل شویدی.
      WordPress
   Blogger
   Tumblr
 Medium
     Svbtle
   Quora
    Postach.io
    Google+
   Facebook Notes
 SETT
  Ghost
 Squarespace

 Typepad


ددې په اړه مې یومطلب برابرکړی دي غواړم چې دفیسبوک له مینه والوسره یې شریک کړم خدای دوکړي چې تاسې یوڅه ګټه ورنه واخلی.
نن ورځ په نړی کې  فیسبوک ترټولوم مشهوره ټولنیزه ویپ پاڼه ده داچې امنیت دټولنیزوویب پاڼولپاره خورامهم دي نوددې په خاطرچې زمونږفیسبوک اکونټ  تل محفوظ وي اودنړې له هرګوټ څخه خلک وکولای شې زمونږسره دایم اړیکه ولري اودانټرنیټ بریدکوونکی یعنې Hackers ونه شي کولای چې زمونږپر فیسبوک پاڼه حمله وکړي اویایې Hack کړي نوپه دغه پوست کې زه تاسوته څومهمې طریقې دفیسبوک دښه امنیت په خاطروړاندې کوم.
1.     Use A Strong Password
دایوه ډیره مهمه خبره ده چې مونږبایددنوروټولنیزوویب پاڼولپاره یوشان Passwords ونه لرویعنې پدې معنی چې مونږبایدمختلف Passwords دمختلفوټولنیزوویب پاڼولپاره وکاروونوکله چې مونږدځان لپاره یواکونټ په یوه ویب پاڼه کې جوړول وغواړوپه پسوردکې باید له حروفو،سمبولونو اوعددونوټولودغوڅخه کارواخستل شي ترڅویوکس به آسانۍ سره ونه شې کولای چې زمونږاکونټ ته لاس رسۍ پیداکړي.
2.     Privacy Settings
دPrivacy Setting  څخه بایدتاسې خپل ملګرې تنظیم کړي چې هرڅوک يې ولیدلی شې اویایې ونه لیدلی شي نوبهتره خبره داده چې خپل ملګري دیوازې وکولای شې ستاملګري وکتلی شي.
3.     Security Settings
پدې برخه مونږبایدخپل بریښنالیک اودموبایل نمبرورته اضافه کړوترڅوزمونږاکونټ لانورهم Secure شي.
4.     External Links And Apps
هغه لینکونه چې دکمپنیواویاهم دملګروله خوله تاسوسره شریک کیږي اوله تاسونه بریښنالیک اوپسوردغواړي چې دهغې په اړه شک اویاهم پوره معلومات نه لري په هغې باندې کلیک مه کړی ځکه بعضې وخت ځینې خلک دفیسبوک ته دداخلیدپه شان ورته پاڼه جوړوي اوله تاسونه Username اوPassword غواړي چې په دې کارسره ستاسوکارونکی نوم اوپسوردهغه نفرته ځي چې نوموړې شخص بیاپه آسانۍ سره ستاسې فیسبوک ته لاس رسی پیداکوي نوبهترخبره داده چې هغه پاڼې بندکړی.
5.     Updated Browser
هغه جال سپړونکې چې کوم ستاسوپه کمپیوټرکې انستال کړی وي اویاهم له عملیاتي سیستم سره یوځای راځي هغه Update وساتی ترڅودBrowsing  په وخت کې له کوموستونزوسره مخامخ نه شی ځکه نوي ویرژن براوزرستاسوسره د فیسبوک په امنیت کې مرسته کوي اوتاسې محفوظه ساتي.
6.     About Section Settings
په دې برخه کې ټول هغه شخصي معلومات چې ستاسوپه اړه وي له ناپیژنده کسانوڅخه یې پټ وساتی صرف دخپلوملګرواوځان لپاره یې ښکاره وساتی.
7.     Do You Want to Save Your Password For This Site

8.     بعضې وخت چې کله یوې ویب پاڼې ته ننوځی نوتاسوته یوپیغام درکوي چې Save Your Password که چیرې دلته په Yes باندې کلیک وکړی ناستاسوPassword  به په همغه براوزرکې چې کارکړی ذخیره به شې نووروسته هرڅوک کولای شي چې ستاسوپه کمپیوټرکې په همغه براوزکې موچې ذخیره کړی پیداکړي دمثال په ډول په Google Chrome براوزرکې به Setting ته ځې وروسته په Show Advanced Settings کلیک وکړی دلته بیاپه Manage Password کلیک وکړی چې تاسوته راڅرګندشي.

Tuesday, February 23, 2016


ویب سایټونه مختلف ډولونه پیداکیږي چې ځیڼې یې هم په لاندې ډول تشریح کوو:
1.     Portal
داډول ویب سایټونه دانټرنیټ اکثره خدمات چې لاندې ذکرکیږي له ځانه سره لري اویاویل شوشي چې داډول ویب سایټونه دیوه څخه زیات مقاصدولپاره استعمالیږي اوپه خپله ځان کې لاندې شیان لري.
·        Search Engines
·        News
·        Sports and Weather
·        Reference Tools
·        Maps
·        Emails
داډول انټرنیټ پاڼې دتازه پیښو،سیاسي حالاتو،سپورټ اوهواپه اړه تازه معلومات وړاندې کوي.
2.     Business/Marketing
داډول انټرنیټ پانې دمختلفوشرکتونواوکارخانوله خواجوړیږي اودهغوي دمختلفوتولیداتوپه اړه معلومات اوموادوړاندې کوي نن سبازیاتره ټول لوی اوواړه شرکتونه اوکمپنۍ خپلې انټرنیټ پانې لري اوزیات شمیرکپینیوپه خپلوانټرنیټ پاڼوباندې خپلومشتریانوته دسودااخیستلوسهولتونه برابرکړي وي چې مشتریان یې کولای شي دکریډیټ کارډپه استعمال سره له هره ځایه سوداواخلي اوراکړه ورکړه (Transaction) ترسره کړي.
3.     Educational
داډول انټرنیټ پاڼې دداسې ډول معلوماتودرلودونکې وي چې دښوونې اوزده کړې په اړه ترډیره ګټه اخیستل ترې شوني وي ډیرې انټرنیټ پاڼې په انټرنیټ باندې دتدریس کلاسونه چې (Online Traning Classes) ورته ویل کيږي هم لري له کوموڅخه چې خلک مختلف هنرونه اومسلکي زده کړې ترلاسه کوي اکثره پوهنتونه ،انستیتیوتونه ،علمي مرکزونه اونورډول ډول دعلم څانګې په انټرنیټ باندې دداخلوسهولتونه ورکوي ازیاتره یې بیاپه انټرنیټ باندې دازموینونتیجې هم اعلانوي.
4.     Entertainment
پدې ډول ویب سایټونوباندې قسم قسم ویډیوګانې،انځورونه ،لوبط اونورتفریحي شیان خپریږي چې اکثره خلک ورباندې خپل دتفریح شیبې پدې ویب سایټونوتیروي.
5.     Advocacy
داډول انټرنیټ پاڼې دخلکودیوې خاصې اوځانګړې برخې لکه ښځې،ماشومان،مزدوران،پلاران،اونوروته دقانوني مشوروورکولوکوښښ کوي اویایوې خاصې ډلې لکه روږدې اومعتادکسانوته دورپیښدونکوستونزوپه اړه معلومات اوخبردارتیاوې ورکوي.
6.     Personal
پدې ډول انټرنیټ پاڼوکې دیوه شخص یایوې کورنۍ په اړه معلومات ساتل کیږي داډول انټرنیټ پاڼې خلک دنوروسره دخپلونظرونودشریکولوددندې پیداکولواویاهم دساعت تیری لپاره وي.
7.     Information
داډول انټرنیټ پاڼې دشکلونواومختلفوګرافونوسره یوځای ډول،ډول معلومات خپروي چې اکثره یې ددولوتي اورګانونواوددوي دپالیسیوپه اړه جوړې شوی وي.

Tuesday, February 16, 2016

دراین روزها حمله های  ویروس بالای کمپیوترها روزبه روزسرعت بخشیده که ما برای حل این مشکل یک سافتویرانتي ویروس باید درکمپیوترخودانستال نمایم که با انستال کردن انتي ویروس مامی توانم که کمپيوترخود را ازشرویروس نجات بدهیم ولی بعضي وخت ها ما با مشکل مواجه میشم که درکمپیوترخود سافتویر ویا هم انتي ویروسی هم انستال کرده نمی توانم به خاطریکه فعال شدن وپخش شدن ویروس ها به شکل بیش ازحد درکمپیوترها جلوگیری ازهرنوع انستال کردن سافتویرجلوگیری می نماید بناٌ برای حل این مشکل معلومات خودرا باید به یک کمپیوتردیگرکه درآن کمپیوترانتی ویروس فعال انستال شده باشد انتقال بدهیم ویا ازطریق انترنیت به شکل آنلاین فایل های خودراسکن نمایم که دراین پوست می خواهیم که به شکل آنلاین چطورمی توانم که فایل های کمپیوترسکن نمایم.
1.      درقدم نخست ازطریق ویب بروزر درکمپیوترهای تان به ویب سایت زیرمراجعه نماید.
www. https://www.virustotal.com/
بعدازبازشدن ویب سایت مذکورهمان فایل های خودراپلود نماید که به ویروس آغشته باشد درنظرداشته باشد که حجم فایل ها بیشتراز128 MB زیات نه باشد.درآخربالای دکمه Scan it  کلیک نماید.

نوت: شریک ولایک کردن معلومات را فراموش نکند ویاهم اگردراین باره معلومات دارید بدون کدام مشکل شما می تواند درکومنت درج نماید تانظریات خودرا همرای یکي دیگرشریک کرده باشم.

Monday, February 15, 2016

دانټرنیټ دمنځ ته راتللولومړنۍ نښې نښانې په (1957 م)کال کې ولټول شوې داهغه وخت وچې پخوانی شوروي اتحادخپله فضایي بیړۍ دسپوتنیک په نامه فضا‌ء ته ولیږدوله.
پدې وختونوکې دامریکامتحده ایالات هم په دې فکرکې شول چې څنګه به وکولیې شي خپلې فضایي پروژې ترژورې اودقیقې څارنې لاندې راولي.
په (1962 م)کال کې دامریکاهوایي ځواک یوتن د (رند پاول بارون) په نامه دې ته وګوماره که چیرته دامریکاپه ځینوښارونواتومي بریدوشي نودوي به څنګه دخپلواتومي توغندیوپروګرام په خپل لاس کې ولرلی شي ترڅوله هره ځایه یې په واک اواستعمال کې راوستی شي.
(Rand Paul Baron) له اوږدکاراوهلوځلووروسته هوایي ځواک ته دیوداسې نیټ ورک جوړولومشوره ورکړه چې په هغه کې ډیرکمپیوټرونه یودبل سره ټړلي وي اومهم معلومات له یوکمپیوټرڅخه بل ته په آسانۍ انتقال شي له همدې امله یې په لومړي سرکې د(ARPA) (Advanced Research Project Agency) ایجنسي په جوړولوپیل وکړ.
په (1969 م)کال کې (ARPA) داسې یونیټ ورک سیستم جوړکړچې یوازې څلورکمپيوټرونه په کې له یوبل سره تړلي وواودهمدې ایجنسۍ سره دتړاوله امله یې د(ARPANET) په نامه ونوموله.
په (1972 م)کال کې د(BBN) په نوم یوې ادارې چې د(ARPANET) ټیکه ورسره وه یوتن کارکوونکی(Ray Tomlinson)  لومړنی (E-mail) پروګرام جوړکړدوخت په تیریدودARPA نوپه (DRAPA)(Defense Advanced Research Projects Agency) بدل کړای شو.
په (1973م)کال کې دDARPA یوې کارکوونکې ډلې چې مشریې (Vinton Cerf) ود(TCP/IP) پروټوکول له لارې په بریالی شوچې دکمپیوټرونوبیلابیل نیټ ورک سیسټمونه په خپلوکې سره وتړي.
په (1974م)کال کې دهمدغې ډلې لخوادې نیټ ورک سیستم ته د(Internet) توری استعمال شوږ
مخکې وویل شول چې دانټرنیټ کلمه له Inter  اوNet دوه جلا،جلاکلموڅخه جوړشوی دي چې د(International Network) لنډیزکلمې دي اوپه پښتوکې ورته نړیوال جال ویلای شو.
لکه څرنګه چې انټرنیټ مخکې تعریف شوخوبیاهم که په ساده ډول ووایوانټرنیټ داسې تعریفولای شوچې انټرنیټ دنیټ ورکنو(Networks) یونیټ ورک دي کوم چې دمعلوماتو(Information’s) داستونې (Transfer) لپاره پروتوکونه (Protocols) کاروي.
هغه نیټ ورکونه چې انټرنیټ جوړوي په ولایتونو،هیوادنواونړۍ کې خواره واره دي اوهرکمپیوټرچې ددې نیټ ورکونوڅخه یوه سره تړلی وي دانټرنیټ برخه ده.
نن ورځ په ټوله نړۍ کې په میلیونونوکمپیوټروه یودبل سره تړل شوي دي چې ددغومیلیونونوکمپیوټرونوتر شاپه میلیونونه انسانان ناست دي چې نړۍ دیوکونج څخه بل کونج ته دمعلوماتواوخبرتیاووپه لیږدولواواخیستلومشغول دي.
دکمپیوټرونودنیټ ورک سیستم په لږه موده کې دومره کامیابي ترلاسه کړوچې دنظامي ضرورتونوڅخه راووت اودګردې نړۍ دخلکوپه واک کې ورکړل شو.
په (1976م) کال کې لومړنی بریښنالیک (E-mail) دانګلستان دملکې له خوادامریکامتحده ایالاتوته ولیږل شو.
په (1982م) کال کې ارپانیټ دکمپیوټرونوشمیر235 دستګاوءته رسیده په (1984م) کال کې یې شمیر1000 دستګاوءته اوپه 1989 میلادي کال کې داشمیرشل زره دستګاوءته لوړشو.
دانټرنیټ هره پاڼه د(Web) په نامه یادیږي هرڅوک هردفتر،هرهیواد،هرغیردولتي سازمانونه(NGO)(Non-Governmental Organization) اوهرسوداګریزمرکزکه وغواړي چې خپله پاڼه ولري نولومړی بایدخپلې موسسې ته نوم ورکړي اوبیاځان راجسټرکړي.
په نړیواله سطحه نږدې یوملیاردانټرنیټ پتې اوپانې شته،چې په (1996م) کال کې دغه شمیره نږدې 627000 ته رسیده اوپه (2000م) کال کې نږدې آتلس میلیونه ویب سایټونه راجسټرشول.
په (1992م) کال کې دانټرنیټ سره دتړل شویوکمپیوټرونوشمیریومیلیون ته ورسید.
همدارنګه په (1993م) کال کې دلومړی ځل لپاره راډیویي سرویس په انټرنیټ کې پیل شوپدې وخت کې دانټرنیټ سره دتړل شویوکمپیوټرونوشمیردوه میلیونه ته رسیده.
په (1994م) کال کې دانټرنیټ دکارولومینه وال نږدې دري میلیونه وګړي وو،چې زیاتره په کې امریکایان وو،خوپه (2000م) کال کې په ټوله نړۍ کې ددې پروګرام کاروونکي (Users) نږدې دری سوه میلیونووګړیوته ورسیدل.
په (1994) میلادي کال کې دانټرنیټ دزیږدو25 کالیزه ولمانځل شوه اوورسره جوخت دااعلان وشوچې انټرنیټ اوس لس ترلیونه بایټه اطلاعات لري اودنړۍ هرڅوک کولی شي خپل کمپیوټرونه په انټرنیټ پورې وټړي.
په (1995م) کال کې واتیکان هم دانټرنیټ سره خپلې اړیکې ټنګې کړي په وخت کې په ټوله نړۍ کې دکمپیوټرونوشمیرپنځه میلیونه دستګاوءته رسیده.
په (1996م) کال کې دجنوري په17 نیټه دمالیزیاصدراعظم دفلسطین مشرشهیدیاسیرعرفات اودفلیپین صدراعظم دري واړودلومړی ځل لپاره دانټرنیټ په نیټ میټنګ(Net Meeting)  پروګرام کې لس دقیقې یوله بل سره مخامخ ژوندۍ مرکه اوخبرې اترې وکړې.
انټرنیټ دهرې ورځې په تیریدوسره چټکه وده کوي دځینورسمي ارقاموله مخې په انټرنیټ کې دموجودواوخپاره کیدونکوویب سایټونوشمیرپه هر52 ورځوکې دوه چنده زیاتیږیي اوپه انټرنیټ باندې دکارکوونکوشمیرپه هرکال کې دوه چنده دتیروکالونوپه پرتله زیاتوالی مومي.
که څه هم انټرنیټ لومړی ځل په امریکادځانګړي نظامي ضرورت له مخې ایجادشوخووروسته یې دیونړیوال جال بڼه خپله کړه اوګرده نړۍ يې دځان سره په دې جال کې راونغښتله.
انټرنیټ نه یواځې دانسانانوترمنځ دمعلوماتوتبادله اواړیکې اسانه کړل بلکې دنړۍ خواره واره تنابونه یې هم رالنډکړل اودنیایې په یوه نړیوال کي (Global Village) واړوله.
نن ورځ ددې بریښنایې شبکې له لارې وګړي اوخلک دژوندپه هراړخ اومیدان کې ګټه اخلي. سوداګریزکاروبارونه ترسره کوي تلویزون ګوري،راډیواوري،ورځپاڼې مجلې اوکتابونه لولي،انځورنه یوبل ته استوي مخامخ په غږکې یوله بل سره خبرې اترې اویاهم لیکل کوي.

Internet History
Internet History