ددې په اړه
مې یومطلب برابرکړی دي غواړم چې دفیسبوک له مینه والوسره یې شریک کړم خدای دوکړي
چې تاسې یوڅه ګټه ورنه واخلی.
نن ورځ په
نړی کې فیسبوک ترټولوم مشهوره ټولنیزه ویپ
پاڼه ده داچې امنیت دټولنیزوویب پاڼولپاره خورامهم دي نوددې په خاطرچې زمونږفیسبوک
اکونټ تل محفوظ وي اودنړې له هرګوټ څخه
خلک وکولای شې زمونږسره دایم اړیکه ولري اودانټرنیټ بریدکوونکی یعنې Hackers ونه شي کولای چې زمونږپر
فیسبوک پاڼه حمله وکړي اویایې Hack
کړي نوپه دغه پوست کې زه تاسوته څومهمې طریقې دفیسبوک دښه امنیت په خاطروړاندې
کوم.
1. Use A Strong Password
دایوه ډیره
مهمه خبره ده چې مونږبایددنوروټولنیزوویب پاڼولپاره یوشان Passwords ونه لرویعنې پدې معنی چې
مونږبایدمختلف Passwords
دمختلفوټولنیزوویب پاڼولپاره وکاروونوکله چې مونږدځان لپاره یواکونټ په یوه ویب
پاڼه کې جوړول وغواړوپه پسوردکې باید له حروفو،سمبولونو اوعددونوټولودغوڅخه
کارواخستل شي ترڅویوکس به آسانۍ سره ونه شې کولای چې زمونږاکونټ ته لاس رسۍ
پیداکړي.
2. Privacy Settings
دPrivacy Setting څخه بایدتاسې خپل ملګرې تنظیم کړي چې هرڅوک يې
ولیدلی شې اویایې ونه لیدلی شي نوبهتره خبره داده چې خپل ملګري دیوازې وکولای شې
ستاملګري وکتلی شي.
3. Security Settings
پدې برخه
مونږبایدخپل بریښنالیک اودموبایل نمبرورته اضافه کړوترڅوزمونږاکونټ لانورهم Secure شي.
4. External Links And Apps
هغه لینکونه
چې دکمپنیواویاهم دملګروله خوله تاسوسره شریک کیږي اوله تاسونه بریښنالیک
اوپسوردغواړي چې دهغې په اړه شک اویاهم پوره معلومات نه لري په هغې باندې کلیک مه
کړی ځکه بعضې وخت ځینې خلک دفیسبوک ته دداخلیدپه شان ورته پاڼه جوړوي اوله تاسونه Username اوPassword غواړي چې په دې کارسره ستاسوکارونکی نوم
اوپسوردهغه نفرته ځي چې نوموړې شخص بیاپه آسانۍ سره ستاسې فیسبوک ته لاس رسی
پیداکوي نوبهترخبره داده چې هغه پاڼې بندکړی.
5. Updated Browser
هغه جال
سپړونکې چې کوم ستاسوپه کمپیوټرکې انستال کړی وي اویاهم له عملیاتي سیستم سره
یوځای راځي هغه Update
وساتی ترڅودBrowsing په وخت کې له کوموستونزوسره مخامخ نه شی ځکه نوي
ویرژن براوزرستاسوسره د فیسبوک په امنیت کې مرسته کوي اوتاسې محفوظه ساتي.
6. About Section Settings
په دې برخه
کې ټول هغه شخصي معلومات چې ستاسوپه اړه وي له ناپیژنده کسانوڅخه یې پټ وساتی صرف
دخپلوملګرواوځان لپاره یې ښکاره وساتی.
7. Do You Want to Save Your Password For This Site
8. بعضې وخت چې کله یوې ویب پاڼې ته ننوځی نوتاسوته یوپیغام درکوي چې Save Your Password که چیرې دلته په Yes باندې کلیک وکړی ناستاسوPassword به په همغه براوزرکې چې کارکړی ذخیره به شې
نووروسته هرڅوک کولای شي چې ستاسوپه کمپیوټرکې په همغه براوزکې موچې ذخیره کړی
پیداکړي دمثال په ډول په Google Chrome براوزرکې به Setting ته ځې وروسته په Show Advanced Settings کلیک وکړی دلته بیاپه Manage Password کلیک وکړی چې تاسوته
راڅرګندشي.
0 نظریات:
Post a Comment