Tuesday, February 23, 2016


ویب سایټونه مختلف ډولونه پیداکیږي چې ځیڼې یې هم په لاندې ډول تشریح کوو:
1.     Portal
داډول ویب سایټونه دانټرنیټ اکثره خدمات چې لاندې ذکرکیږي له ځانه سره لري اویاویل شوشي چې داډول ویب سایټونه دیوه څخه زیات مقاصدولپاره استعمالیږي اوپه خپله ځان کې لاندې شیان لري.
·        Search Engines
·        News
·        Sports and Weather
·        Reference Tools
·        Maps
·        Emails
داډول انټرنیټ پاڼې دتازه پیښو،سیاسي حالاتو،سپورټ اوهواپه اړه تازه معلومات وړاندې کوي.
2.     Business/Marketing
داډول انټرنیټ پانې دمختلفوشرکتونواوکارخانوله خواجوړیږي اودهغوي دمختلفوتولیداتوپه اړه معلومات اوموادوړاندې کوي نن سبازیاتره ټول لوی اوواړه شرکتونه اوکمپنۍ خپلې انټرنیټ پانې لري اوزیات شمیرکپینیوپه خپلوانټرنیټ پاڼوباندې خپلومشتریانوته دسودااخیستلوسهولتونه برابرکړي وي چې مشتریان یې کولای شي دکریډیټ کارډپه استعمال سره له هره ځایه سوداواخلي اوراکړه ورکړه (Transaction) ترسره کړي.
3.     Educational
داډول انټرنیټ پاڼې دداسې ډول معلوماتودرلودونکې وي چې دښوونې اوزده کړې په اړه ترډیره ګټه اخیستل ترې شوني وي ډیرې انټرنیټ پاڼې په انټرنیټ باندې دتدریس کلاسونه چې (Online Traning Classes) ورته ویل کيږي هم لري له کوموڅخه چې خلک مختلف هنرونه اومسلکي زده کړې ترلاسه کوي اکثره پوهنتونه ،انستیتیوتونه ،علمي مرکزونه اونورډول ډول دعلم څانګې په انټرنیټ باندې دداخلوسهولتونه ورکوي ازیاتره یې بیاپه انټرنیټ باندې دازموینونتیجې هم اعلانوي.
4.     Entertainment
پدې ډول ویب سایټونوباندې قسم قسم ویډیوګانې،انځورونه ،لوبط اونورتفریحي شیان خپریږي چې اکثره خلک ورباندې خپل دتفریح شیبې پدې ویب سایټونوتیروي.
5.     Advocacy
داډول انټرنیټ پاڼې دخلکودیوې خاصې اوځانګړې برخې لکه ښځې،ماشومان،مزدوران،پلاران،اونوروته دقانوني مشوروورکولوکوښښ کوي اویایوې خاصې ډلې لکه روږدې اومعتادکسانوته دورپیښدونکوستونزوپه اړه معلومات اوخبردارتیاوې ورکوي.
6.     Personal
پدې ډول انټرنیټ پاڼوکې دیوه شخص یایوې کورنۍ په اړه معلومات ساتل کیږي داډول انټرنیټ پاڼې خلک دنوروسره دخپلونظرونودشریکولوددندې پیداکولواویاهم دساعت تیری لپاره وي.
7.     Information
داډول انټرنیټ پاڼې دشکلونواومختلفوګرافونوسره یوځای ډول،ډول معلومات خپروي چې اکثره یې ددولوتي اورګانونواوددوي دپالیسیوپه اړه جوړې شوی وي.