دانټرنیټ دمنځ ته راتللولومړنۍ نښې نښانې په (1957 م)کال کې
ولټول شوې داهغه وخت وچې پخوانی شوروي اتحادخپله فضایي بیړۍ دسپوتنیک په نامه فضاء ته ولیږدوله.
پدې وختونوکې دامریکامتحده ایالات هم په دې فکرکې شول چې
څنګه به وکولیې شي خپلې فضایي پروژې ترژورې اودقیقې څارنې لاندې راولي.
په (1962 م)کال کې دامریکاهوایي ځواک
یوتن د (رند پاول بارون) په نامه دې ته وګوماره که چیرته دامریکاپه ځینوښارونواتومي بریدوشي نودوي به څنګه
دخپلواتومي توغندیوپروګرام په خپل لاس کې ولرلی شي ترڅوله هره ځایه یې په واک
اواستعمال کې راوستی شي.
(Rand Paul
Baron)
له اوږدکاراوهلوځلووروسته هوایي ځواک ته دیوداسې نیټ ورک جوړولومشوره ورکړه چې په
هغه کې ډیرکمپیوټرونه یودبل سره ټړلي وي اومهم معلومات له یوکمپیوټرڅخه بل ته په
آسانۍ انتقال شي له همدې امله یې په لومړي سرکې د(ARPA) (Advanced Research
Project Agency)
ایجنسي په جوړولوپیل وکړ.
په (1969 م)کال کې (ARPA) داسې یونیټ
ورک سیستم جوړکړچې یوازې څلورکمپيوټرونه په کې له یوبل سره تړلي وواودهمدې ایجنسۍ
سره دتړاوله امله یې د(ARPANET) په نامه
ونوموله.
په (1972 م)کال کې د(BBN) په نوم یوې
ادارې چې د(ARPANET) ټیکه ورسره
وه یوتن کارکوونکی(Ray
Tomlinson) لومړنی (E-mail) پروګرام جوړکړدوخت په تیریدودARPA نوپه (DRAPA)(Defense Advanced Research
Projects Agency)
بدل کړای شو.
په (1973م)کال کې دDARPA یوې کارکوونکې ډلې چې مشریې (Vinton
Cerf)
ود(TCP/IP) پروټوکول له
لارې په بریالی شوچې دکمپیوټرونوبیلابیل نیټ ورک سیسټمونه په خپلوکې سره وتړي.
په (1974م)کال کې دهمدغې ډلې لخوادې نیټ ورک سیستم ته
د(Internet) توری
استعمال شوږ
مخکې وویل شول چې دانټرنیټ کلمه له Inter اوNet
دوه جلا،جلاکلموڅخه جوړشوی دي چې د(International
Network)
لنډیزکلمې دي اوپه پښتوکې ورته نړیوال جال ویلای شو.
لکه څرنګه چې انټرنیټ مخکې تعریف شوخوبیاهم
که په ساده ډول ووایوانټرنیټ داسې تعریفولای شوچې انټرنیټ دنیټ ورکنو(Networks) یونیټ ورک
دي کوم چې دمعلوماتو(Information’s) داستونې (Transfer) لپاره پروتوکونه
(Protocols) کاروي.
هغه نیټ ورکونه چې انټرنیټ جوړوي په
ولایتونو،هیوادنواونړۍ کې خواره واره دي اوهرکمپیوټرچې ددې نیټ ورکونوڅخه یوه سره
تړلی وي دانټرنیټ برخه ده.
نن ورځ په ټوله نړۍ کې په میلیونونوکمپیوټروه
یودبل سره تړل شوي دي چې ددغومیلیونونوکمپیوټرونوتر شاپه میلیونونه انسانان ناست
دي چې نړۍ دیوکونج څخه بل کونج ته دمعلوماتواوخبرتیاووپه لیږدولواواخیستلومشغول
دي.
دکمپیوټرونودنیټ ورک سیستم په لږه موده کې
دومره کامیابي ترلاسه کړوچې دنظامي ضرورتونوڅخه راووت اودګردې نړۍ دخلکوپه واک کې
ورکړل شو.
په (1976م) کال کې لومړنی بریښنالیک (E-mail) دانګلستان
دملکې له خوادامریکامتحده ایالاتوته ولیږل شو.
په (1982م) کال کې ارپانیټ دکمپیوټرونوشمیر235 دستګاوءته
رسیده په (1984م) کال کې یې شمیر1000 دستګاوءته اوپه 1989 میلادي کال
کې داشمیرشل زره دستګاوءته لوړشو.
دانټرنیټ هره پاڼه د(Web) په نامه یادیږي هرڅوک
هردفتر،هرهیواد،هرغیردولتي سازمانونه(NGO)(Non-Governmental
Organization)
اوهرسوداګریزمرکزکه وغواړي چې خپله پاڼه ولري نولومړی بایدخپلې موسسې ته نوم ورکړي
اوبیاځان راجسټرکړي.
په نړیواله سطحه نږدې یوملیاردانټرنیټ پتې
اوپانې شته،چې په (1996م) کال کې دغه شمیره نږدې 627000 ته رسیده
اوپه (2000م) کال کې نږدې آتلس میلیونه ویب سایټونه
راجسټرشول.
په (1992م) کال کې دانټرنیټ سره دتړل
شویوکمپیوټرونوشمیریومیلیون ته ورسید.
همدارنګه په (1993م) کال کې دلومړی ځل لپاره راډیویي سرویس په
انټرنیټ کې پیل شوپدې وخت کې دانټرنیټ سره دتړل شویوکمپیوټرونوشمیردوه میلیونه ته
رسیده.
په (1994م) کال کې دانټرنیټ دکارولومینه وال نږدې دري
میلیونه وګړي وو،چې زیاتره په کې امریکایان وو،خوپه (2000م) کال کې په ټوله نړۍ کې ددې پروګرام
کاروونکي (Users) نږدې دری
سوه میلیونووګړیوته ورسیدل.
په (1994) میلادي کال کې دانټرنیټ
دزیږدو25 کالیزه
ولمانځل شوه اوورسره جوخت دااعلان وشوچې انټرنیټ اوس لس ترلیونه بایټه اطلاعات لري
اودنړۍ هرڅوک کولی شي خپل کمپیوټرونه په انټرنیټ پورې وټړي.
په (1995م) کال کې واتیکان هم دانټرنیټ سره خپلې
اړیکې ټنګې کړي په وخت کې په ټوله نړۍ کې دکمپیوټرونوشمیرپنځه میلیونه دستګاوءته
رسیده.
په (1996م) کال کې دجنوري په17 نیټه دمالیزیاصدراعظم دفلسطین
مشرشهیدیاسیرعرفات اودفلیپین صدراعظم دري واړودلومړی ځل لپاره دانټرنیټ په نیټ
میټنګ(Net
Meeting) پروګرام کې لس دقیقې یوله بل سره مخامخ ژوندۍ
مرکه اوخبرې اترې وکړې.
انټرنیټ دهرې ورځې په تیریدوسره چټکه وده کوي
دځینورسمي ارقاموله مخې په انټرنیټ کې دموجودواوخپاره کیدونکوویب سایټونوشمیرپه هر52 ورځوکې دوه
چنده زیاتیږیي اوپه انټرنیټ باندې دکارکوونکوشمیرپه هرکال کې دوه چنده
دتیروکالونوپه پرتله زیاتوالی مومي.
که څه هم انټرنیټ لومړی ځل په امریکادځانګړي
نظامي ضرورت له مخې ایجادشوخووروسته یې دیونړیوال جال بڼه خپله کړه اوګرده نړۍ يې
دځان سره په دې جال کې راونغښتله.
انټرنیټ نه یواځې دانسانانوترمنځ
دمعلوماتوتبادله اواړیکې اسانه کړل بلکې دنړۍ خواره واره تنابونه یې هم رالنډکړل
اودنیایې په یوه نړیوال کي (Global
Village)
واړوله.
نن ورځ ددې بریښنایې شبکې له لارې وګړي اوخلک
دژوندپه هراړخ اومیدان کې ګټه اخلي. سوداګریزکاروبارونه ترسره کوي تلویزون
ګوري،راډیواوري،ورځپاڼې مجلې اوکتابونه لولي،انځورنه یوبل ته استوي مخامخ په غږکې
یوله بل سره خبرې اترې اویاهم لیکل کوي.