Thursday, February 14, 2019


اوس د ډٻټابٻس په اړه رڼا اچوو چی ډٻټابٻس يعنی چی ډٻټابٻس او دهغه نوعی بايد په هر اړخيز ډول وڅيړل شي
چی يو ډٻټابٻس څه ډول جوړ او څه ډول يي تصاميم ونيول شي او دکومو اصولوله مخې او کومو پوښتنو او غوښتنو ته په کې متوجې او د کومې ستراتيژۍ له مخې پرې کار شروع شي چی هغه اوصول او اقدامات ټول په لاندې ډول څيړل کٻږي . 

  Database application: ډٻټابٻس اپليکٻشن    

ډٻټابٻس اپليکٻشن ( د معلوماتو منظمه مجموعه ) يو اپليکٻشن پروګرام (دمربوطو پروګرامونو مجموعه) ده چی ددی لپاره استعماليږي چی د ډٻټابٻس استعمالونکې user په نمانيده ګي يوه سلسله فعاليتونه ترسره کړي . 
هر ډٻټابٻس اپليکٻشن د لاندې اساسی فعاليتونو يا عمليو ځينې ترکٻبات ترسره کوي. 
1.    ډٻټابٻس ته د نويو معلوماتو وراضافه کول. 
2.    د موجوده ډٻټابٻس لوستل  read معمولاً د کمپيوتر په پرده باندې په يوه مفيد جوړښت سره وړاندې کٻږي او يا د چاپ شوي راپور په ډول وړاندې کٻږي.
3.    د موجوده ډٻټابٻس د معلوماتو نوي Update  کول او يا تغير ورکول.
4.    د موجوده ډٻټابٻس څخه د موجوده معلوماتو ختمول يا له منځه وړل .
د Library په نوم د شٻخ زايد پوهنتون کې ډٻټابٻس د  معلوماتو پاڼه Student Registration جوړوي.
کله چی يو شاګرد کتاب له کتابتون څخه واخلی د هغه په نوم مشخص   يو ماسټرMaster او بل هغې مربوطه Record Detail جوړيږي.

د ډٻټابٻس اپليکشن د استعمالولو اندازه Range 

ډٻټابٻس د يوازې استعمالونکې single user د سرميزي کمپيوټر ډيجيل مرستيال Digital_Assitant څخه نيولی ان تر لويو مين فريم کمپيوټرونو Main frame computers  چی زرګونه استعمالونکي لري پورې استعماليږي د ډٻټابٻس اپليکشن  داستعمال اندازه په پنځو کتاګوريو ويشل کٻږي. 
شخصي ډٻټابٻس personal د ګروپي کارډٻټابٻس Workgroup Database د څانګې ډٻټابٻس  
او دکوچنی کچې ډٻټابٻس Enterprise Database  دکمپی ډٻټابٻسDepartment Database
 Intranet او کوچنيو انټرنيټونو مجموعه اويا Extranet database  
اوس دغه هره يوه کتاګوري په مثال سره توضيح کوو او ورسره ځينې موضوعاتو هم توضيح کوو چی د دغه ډول ډٻټابٻس د استعمال څخه راپورته کٻږي. 

 Personal Database شخصي ډٻټابٻس

شخصي ډٻټابٻس د يوه استعمالونکې دګټې اخيستنې لپاره ډيزاين يا جوړشوي وي شخصي ډٻټابٻس له ډيرې مودې راهسي Lap top شخصي کمپيوټرونو کې موجود دي چی پدې وروستيو وختونو کې د شخصي ډيجټل مرستيال د PDA په معرفت سره شخصي ډيتابيس په داسې الاتو سره تبديل شوي دی چی هغه په لاس کې نيول کٻدلای شي چی هغه نه يوازې داچی د محاسبوي الی په ډول وظيفه اجراء کوي بلکې د مبايل تيلفون فکس ليږدونکې اوويب خلاصوونکې web Browsers وظيفه هم اجراء کوي يو ساده ډيټابيس اپليکشن چی د محصل معلوماتو د هرمحصل د اړيکو جزيات ذخيره کوي په اسانی سره د يوه شخصي کمپيوټر او يا شخصي ډيجيټل مرستيال PDA څخه استعماليدای شي او په اسانی سره د دويمی کاپی او يا د کار کولو مقاصدو لپاره د يوې الی څخه بلې الې ته انتقال کٻدلای شي د مثال په توګه يوه کمپنۍ په نظرکې نيسو هغه يو تعداد خرڅوونکې sales person سره سروکار لري که چيری هر يو له دغو خرڅوونکې څخه يو بل اپليکٻشن پروګرام هم لري کله intensive Graphic, او يو بل د قيمت ټاکلو پروګرام چی د خرڅوونکې سره مرسته کوي چی د مشتري د فرمايش د موادو د ډول او کميت يو ښه ترکٻب تعين کړي د معلوماتو د ذخيره کولو له وجې کمپيوټر کٻدای شي ډير مناسب وي کچيری خرڅوونکې يواځی د اړيکو د ليست ساتلو ته اړتيا ولري نو بيا شخصي ډيجيټلي مرستيال PDA کٻدای شي چی مناسب يا ښه وي چی د اړيکو د مديريت اپليکشن ولري او د يوه کوچنی ډٻټابٻس څخه استفاده کوي ځينې مهم تصميمونه چی دشخصي ډيټابيس د جوړولو په صورت کې بايد ونيول شي په لاندې ډول دی . 
1.    ايا دغه اپلکٻشن د يوه بهرنی خرڅوونکې vendor څخه واخستل شي او که د موسسی په داخل کې جوړ شي ؟ 
2.    که چيری د ډٻټابٻس اپليکشن په داخل کې جوړيږي نو ايا بايد د اخري استعمالونکې په واسطه جوړ شي او که د معلوماتي سيستم او د شعبی په داخل کې د يوه مسلکي شخص لخوا جوړ شي؟
3.    استعمالوونکي کومو معلوماتو ته اړتيا لري او ډيټابيس بايد څه ډول جوړ او ډيزاين شي .
4.    د اپليکٻشن لپاره بايد څه ډول سوداګريز ډٻټابٻس د مديريت سيستم توليد استعمال شي ؟
5.    په شخصي ډٻټابٻس کې موجوده معلومات په  کوم بل ډٻټابٻس کې د معلوماتو سره څنکه يوځای کٻږي ؟
6.    په شخصي ډٻټابٻس کې د معلوماتو د دقت يا سموالی مسول به څوک وي .
7.    شخصي ډٻټابٻس له دی وجې په زياته اندازه استعمال کٻږي ځکه چی هغه شخصي موثريت زياتوي خو دا ډول ډيټابيس يو خطر له خپل ځان سره لري او هغه داچی په دغه ډيټابيس کې موجود معلومات له نورو استعمالونکو سره شريک کٻدلای نشي  

  Workgroup Database دکاري ګروپ ډيټابيس

کاري ګروپ Database د اشخاصو يوه نسبتاً کوچنی ډله يا ټيم ده چی په عينې پروژه يااپليکشن باندې يا په يوه ګروپ مشابه پروژه يا اپليکشن باندې سره ګډکار کوي،يوه کاري ډله يا ګروپ په نمونوي ډول له ۲۵ څخه د کمو اشخاصو څخه جوړشوي وي،دغه اشخاص کٻدای شي په يوه ساختماني پروژه يا د کمپيوټر په يو نوي پروګرام Application په جوړولوباندې بوخت وي. 
دکاري ګروپ ډيټابيس Workgroup Database ديوه ټيم يا ډلې د ګډکار او هڅو د ملاتړ او حمايت په منظورطرحه اوډيزاين شويده. 
يوداسې کاري ګروپ يا ډله په نظر کې ونيسي چی ميعاري اوتجارتي شيان software پرژې جوړوي چی دغه شيان او پرژې په تجارانو او اخري استعمالونکو باندې پلورل کٻږي په قسمې توګه يو يا څو اشخاص په يوه مشخص وخت کې په يوه مشخص شي يا پرژه باندې کارکوي. 
دغه ډله يا ټيم يو داسې ډيټابيس ته اړتيا لري چی هغه د هرشي يا پرژې معلومات وساتي او دا اجازه ورکړي چی په اسانی سره دغه معلومات د ټيم دغړو سره شريک شي.د معلوماتو د شيريکولو دغه ميتود د Local Area Network په واسطه سره ترسره کٻږي 
ډٻټابيس په يوه مرکزي اله کې چی د Database Server په نوم ياديږي ذخيره کٻږي چی دغه Sever د نيټورک سره هم وصل شوي وي کله چی يوه داسې اداره ياموسسه د کاري ګروپ ډيټابيس تاسيسوي يا عياروي نو بايد هغو پوښتنو ته ځواب ورکړي چی د شخصي ډٻټابيس په برخه کې مطرح شوي وي اوعلاوه له دې څخه د ډٻټابيس دمديريت Database management کې لاندې پوښتنې راپور ته کٻږي. 
(۱) د ډٻټابيس طرح يا ډيزاين څنګه بهترکٻدلاي شي ترڅو د مختلفو ګروپونو د غړو معلوماتي اړتياوې پوره کړي؟ 
۲) مختلف استعمالونکې څنګه په يوه وخت کې د ډٻټابيس څخه ګټه اخيستلای شي پرته له دې چی د ډٻټابيس بشپړوالی له منځه يوړل شي؟ 
۳) د ډٻټابيس د پروسيس کولو کوم ډول عمل يا فعاليت بايد په کارځای Workgroup کې او کوم فعاليتياعمل بايدپه سرور Server کې ترسره شي؟ 

دشعبې يا د ډپارټمنټ ډيټابيس Deportment Database 

دا ډٻټابيس د يوې ادارې يا موسٻسې په داخل کې يوه مهمه وظيفوي برخه يا يو نيټ ده. د يوي ادارې دمختلفوڅانګومثالونه عبارت دي له اداري څانګه، مارکٻټنګ څانګه، دتوليد څانګه او د محاسبې څانګه، يوه شعبه يا څانګه په قسمي توګه له يوه کاري ګروپ يا ډلې څخه لويه  وي،(تقريبا د ۲۵ او ۱۰۰ ترمنځ اشخاص پکې وي) او د مختلفو اندزو وظيفوي مسوليت په غاړه لري.
ډيپارټمنټ يا شعبوې ډيټابيس د يوې شعبې يا ډيپارټمينټ د مختلفو وظايفواو فعاليتونو د حمايت يا د هغوي سره د مرستې کولو په خاطر ډيزاين يا جوړ شويدي، د ډيپارټمنټ ډٻټابيس هغو پنځه ډوله ډيټابيسونوڅخه چی په دغه برخه کې به توضيح شي يوعام او ډيراستعماليدونکې ډٻټابيس دی. 
کله چې معلومات په ډٻټابيس کې ذخيره شي نو استعمالوونکي users کولای شي د ډٻټابيس څخه د ځينو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي، د ځينو پوښتنومثالونه په لاندې ډول دي. 
۱) د يوې مشخصې صنف بندی لپاره Software Engineer ته په اوس وخت کې په کمپنی کې د څه ډول وظيفوي فرصتونه موجود دې؟ 
۲) د دا ډول وظيفوي صنف بندی لپاره څه ډول مهارتونو Skills  ته اړتيا ده؟ 
۳) يو مشخص کارکونکې څه ډول مهارتونه لري؟ برعکس کوم کارکونکې يومشخص مهارت نلري. 
۴) کومو کارکونکويو مشخص ډول وظيفه ترسره کړيده؟ 
۵)د کومو کارکونکو د يوه مشخص مدير يا منيجر لخوا څارنه اونظارت کٻږي؟ 
د هغو پوښتنوڅخه علاوه چی مخکې تشريح شوي، د دا ډول ډيټابيس په طرحه کولو او تطبيق کولو کې لاندې پوښتنې بايدمطرح شي. 
۱) لوي تعداد استعمالونکو د معاملاتو په نظرکې نيولو سره ډيټابيس او د هغه محيط څنګه ډيزاين کٻدلای شي ترڅو په کافي اندازه فعاليت ايجاد کړای شي؟ 
۲)په کافي اندازه محافظت يا Security څنګه برابريدلای شي چی د محسوسومعلوماتو Sensitive د بی اجازې اوغيرې رسمي توزيع او بربنډولو څخه مخنيوي وشي؟ 
۳) د ډيټابيس او اپليکشن د جوړولو وسايل Tools بايد په دغه پيچلي محيط کې استعمال شي؟ 
۴)که چيرې نور شعبات او ډيپارټمنټونه هم همدا ډول معلومات، نودمعلوماتو راکمونه يا اړتيا نلرنه  Redundancy،د معلوماتو ثابت پاتې کٻدنه Consistency او data Meta څنګه په ښه ډول اداره کٻدلای شي؟ 
۵) ايا د ډيټابيس استعمالوونکې په جغرفياوي لحاظ ويشلي Dispersed دي او يا ډيټابيس اندازه ډيره ده چی معلومات يا Data بايد په څوکمپيوټرونو کې ذخيره کړای شي او په دې وجه يوبل ډيټابيس ايجاد شي؟ 

  Enterprise Database:د کمپنی ډيټابيس

د کمپنی ډيټابيس هغه ډيټابيس ده چی دهغه د استعمال ساحه يوه مکمله موسسه يا کمپني ده او يا کم ترکمه دتصميم نيولو د ملاتړ او حمايت لپاره طرح او ډيزاين کٻږي.
بايد يادونه وکړو چی يوه موسسه کٻدای شي د کمپنی ډيټابيس څو مختلف ډيټابيسونه ولري، نو دا ډول يو ډيټابيس د يوې موسسې ټول معلومات نلري. 
د کمپنی يو انفرادي عملياتي ډيټابيس د يوې متوسطې يا لويي موسسې لپاره ګټوره نه ده ځکه چی په ډير لوي ډيټابيس کې فعاليت کول يا اجرات کول ډيرې ستونزې لري 
مختلفو استعمالونکو users ته اړتيا لري او د ډيټابيس د ټولواستعمالوونکو لپاره د معلوماتو يوه شرحه يا تعريف لاسته راوړل پيچلي دي، که څه هم چی د کمپنی ډيټابيس د مختلفوشعباتو ډيپارټمنټونو د معلوماتو د اړتيا سره مرسته کوي، د تيرې لسزې(لس کالونو)په جيريان کې د کمپنی ډيټابيس تکامل د دوه لويو پرمختګونو باعث شوي ده. 
۱) د کمپنی د منابعو د پلانګزاری ERP سيستمونه 
۲) د معلوماتو د ذخيره کولو تطبيقات 
۱) د کمپنی د منابعو د پلانګزاری سيستمونه د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسيزو د موادو د اړتياوو د پلانګزاری MRP او د توليدي منابعو د پلانګزاری MRP څخه تکامل کړيده د MRP سيستم د توليدي پروسې لپاره خام مواد ايجادوي اوفرعي ترتيبات برابروي اوپه وخت يي سمبالوي او دا په داسې حال کې چې MRP سيستمونوهم د مغازو منزلونه او د توليد توزيعبرابروي. 
دا په داسې حال کې چی ERP د کمپنی په موجوده معلوماتو باندې کارکوي، خو د معلوماتو ذخيره يا ګدام Data warehouse د شعباتو،کاري ګروپ او شخصي ډيټابيسونو په شمول د مختلفوعملياتي ډيټابيسونو operation Database څخه خپلې اجزاوې راجمع کوي د معلوماتو ذخيره يا ګدام استعمالوونکې ته دا فرصت برابروي چی له پخوانيو معلوماتو څخه استفاده وکړي او د هغو نمونې وپيژني اوستراتيژيکو تجارتي پوښتنو ته ځوابونه پيداکړي. 
د کمپنی ډيټابيس په برخه کې مختلفې پوښتنې راپيدا کٻږي چی ځينې يې په لاندې ډول دي. 
۱) دکمپنی په ساختمان کې مختلفو موقيعتونو ته معلوماتو Data بايد څه ډول توزيع شي يا ورسيږي؟ 
۲) اداره يا موسسه څنګه کولاي شي د معلوماتو د نومونو، تعريفونو، جوړښتونو Formats 
او نورو مربوطه موضوعاتو په اړه معيارونه standards څنګه ايجادولای او برقرارساتلای شي. 
۳) څه اقدام بايد واخستل شي تر څو د پخوانيو سيستمونو د Legacy Data په شمول چی تحليل ته اړتيا لري.

ترتيب کوونکی صفت ﷲ سنجر 

ډٻټابٻس يعنی څه ؟
Add caption


0 نظریات:

Post a Comment