Tuesday, May 10, 2016

ویب بلاګ په انټرنیټ باندې داسې یوځای وي چې  یوچاته په وړیاډول ورکول کیږي ترڅودخپلې خوښې معلومات پرې خپاره کړي هغه معلومات که ویډیو،اډیو،انځورونه اویاداسې نورمعلومات یافایلونه وي ترڅونورخلک وکولای شي نوموړې معلوماتوته په انټرنیټ باندې لاس رسی پیداکړي. دوړیابلاګونولپاره ډیرPlatform  موجوددي چې مونږته وړیاسهولتونه راکوي ترڅومونږوکولای شوچې بلاګونه په کې جوړکړوچې په بنیادي ډول عینناًدویب سایټ غوندې وي.
په بلاګ باندې مونږزیات څه کولای شوانټرنیټ نن سبا ډیرزیات پرمختګ کړیدي په انټرنیټ باندې مونږزدکړې کولای شوپیسې پرې لاس ته راوړې شویعنې په دې معناچې که چیرې مونږبلاګ جوړکړوپه هغه باندې ښه معلومات خپاره کړونوهغه ته وخت په وخت معلومات پورته کړوبالاخره زمونږبلاګ هرڅوک ګوري خپلې نظرې زمونږدبلاګ په اړه ورکولای شي په نتیجه کې مونږکولای شودکمپنیواعلانات پرې خپاره کړواوپیسې لاس ته راوړچې نن سبا ددغوویب بلاګونوشمیرترملیونونوپورې رسیږی چې دنړۍ دمختلفوهیوادونوخلکوجوړکړیدي اوپه وړیاډول دانټرنیټ کارونکو ته خدمات وړاندې کوي .لکه په لاندې ډول دبعضومهموویب بلاګونونومونه ښودل شویدی.
      WordPress
   Blogger
   Tumblr
 Medium
     Svbtle
   Quora
    Postach.io
    Google+
   Facebook Notes
 SETT
  Ghost
 Squarespace

 Typepad


ددې په اړه مې یومطلب برابرکړی دي غواړم چې دفیسبوک له مینه والوسره یې شریک کړم خدای دوکړي چې تاسې یوڅه ګټه ورنه واخلی.
نن ورځ په نړی کې  فیسبوک ترټولوم مشهوره ټولنیزه ویپ پاڼه ده داچې امنیت دټولنیزوویب پاڼولپاره خورامهم دي نوددې په خاطرچې زمونږفیسبوک اکونټ  تل محفوظ وي اودنړې له هرګوټ څخه خلک وکولای شې زمونږسره دایم اړیکه ولري اودانټرنیټ بریدکوونکی یعنې Hackers ونه شي کولای چې زمونږپر فیسبوک پاڼه حمله وکړي اویایې Hack کړي نوپه دغه پوست کې زه تاسوته څومهمې طریقې دفیسبوک دښه امنیت په خاطروړاندې کوم.
1.     Use A Strong Password
دایوه ډیره مهمه خبره ده چې مونږبایددنوروټولنیزوویب پاڼولپاره یوشان Passwords ونه لرویعنې پدې معنی چې مونږبایدمختلف Passwords دمختلفوټولنیزوویب پاڼولپاره وکاروونوکله چې مونږدځان لپاره یواکونټ په یوه ویب پاڼه کې جوړول وغواړوپه پسوردکې باید له حروفو،سمبولونو اوعددونوټولودغوڅخه کارواخستل شي ترڅویوکس به آسانۍ سره ونه شې کولای چې زمونږاکونټ ته لاس رسۍ پیداکړي.
2.     Privacy Settings
دPrivacy Setting  څخه بایدتاسې خپل ملګرې تنظیم کړي چې هرڅوک يې ولیدلی شې اویایې ونه لیدلی شي نوبهتره خبره داده چې خپل ملګري دیوازې وکولای شې ستاملګري وکتلی شي.
3.     Security Settings
پدې برخه مونږبایدخپل بریښنالیک اودموبایل نمبرورته اضافه کړوترڅوزمونږاکونټ لانورهم Secure شي.
4.     External Links And Apps
هغه لینکونه چې دکمپنیواویاهم دملګروله خوله تاسوسره شریک کیږي اوله تاسونه بریښنالیک اوپسوردغواړي چې دهغې په اړه شک اویاهم پوره معلومات نه لري په هغې باندې کلیک مه کړی ځکه بعضې وخت ځینې خلک دفیسبوک ته دداخلیدپه شان ورته پاڼه جوړوي اوله تاسونه Username اوPassword غواړي چې په دې کارسره ستاسوکارونکی نوم اوپسوردهغه نفرته ځي چې نوموړې شخص بیاپه آسانۍ سره ستاسې فیسبوک ته لاس رسی پیداکوي نوبهترخبره داده چې هغه پاڼې بندکړی.
5.     Updated Browser
هغه جال سپړونکې چې کوم ستاسوپه کمپیوټرکې انستال کړی وي اویاهم له عملیاتي سیستم سره یوځای راځي هغه Update وساتی ترڅودBrowsing  په وخت کې له کوموستونزوسره مخامخ نه شی ځکه نوي ویرژن براوزرستاسوسره د فیسبوک په امنیت کې مرسته کوي اوتاسې محفوظه ساتي.
6.     About Section Settings
په دې برخه کې ټول هغه شخصي معلومات چې ستاسوپه اړه وي له ناپیژنده کسانوڅخه یې پټ وساتی صرف دخپلوملګرواوځان لپاره یې ښکاره وساتی.
7.     Do You Want to Save Your Password For This Site

8.     بعضې وخت چې کله یوې ویب پاڼې ته ننوځی نوتاسوته یوپیغام درکوي چې Save Your Password که چیرې دلته په Yes باندې کلیک وکړی ناستاسوPassword  به په همغه براوزرکې چې کارکړی ذخیره به شې نووروسته هرڅوک کولای شي چې ستاسوپه کمپیوټرکې په همغه براوزکې موچې ذخیره کړی پیداکړي دمثال په ډول په Google Chrome براوزرکې به Setting ته ځې وروسته په Show Advanced Settings کلیک وکړی دلته بیاپه Manage Password کلیک وکړی چې تاسوته راڅرګندشي.